Mon. Nov 18th, 2019

کشمیر کې تازه نښته؛
یو پاکستانی عسکر وژل شوی او دوه نور ټپیان دي

1 min read

د پاکستان پوځ وایي، هندي ځواکونو یو ځل بیا د کشمیر پر وېشونکې پوله له اوربنده سرغړونه کړې ده. د پاکستاني پوځ ویاند اصف غفور ویلي، هندي پوځ یو ځل بیا پر پاکستاني پوله ساتو برید کړی دی چې له امله یې یو پوځي او یو ملکي وګړی وژل شوي او د دوو ملکیانو په ګډون څلور نور ټپیان دي. غفور ادعا کوي چې په ځوابي برید کې یې نهو هندي سرتېرو ته هم مرګ ژوبله اړولې ده خو هند تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. غفور زیاته کړې، ټپیان نږدې روغتون ته لېږدول شوي او روغتیایي حالت یې د اندېښنې وړ دی. د یادونې ده چې په دې وروستیو کې پر کشمیر پوله د هندي او پاکستاني پوځیانو ترمنځ نښتې کېږي چې پاکستان یې پړه پر هند اچوي خو هندوستاني چارواکي وایي، دوی هڅکله له اوربنده سرغړونه نه کوي او که چېرته پاکستان دا تېروتنه وکړي، نو غاښ ماتوونکی ځواب ورکوي.

Leave a Reply