Fri. Oct 18th, 2019

عاطف مشعل:
پاکستان په سیستماتیکه توګه د افغان ملکیتونو غصبول پيل کړي

1 min read

عاطف مشعل:
پاکستان په سیستماتیکه توګه د افغان ملکیتونو غصبول پيل کړي

په اسلام اباد کې افغان سفیر وایي پاکستاني حکومت د افغانستان د ملکیتونو غصبول پيل کړي دي. عاطف مشعل په یوه مرکه کې ویلي په پاکستان کې ځینې کړۍ په سیستماتیکه توګه د افغان حکومت پر هغو ملکیتونو دعوه کوي چې له کلونو راهیسې د افغان حکومت تاسیسات پکې جوړ شوي دي. دده په خبره په دې وروستیو کې د افغان مارکېټ مسئله رامنځ ته شوې چې دې ته ورته نور مسایل هم او د افغان حکومت پر ملکیتونو دعوې روانې دي. دده په خبره پاکستانی حکومت باید د افغانستان پر ملکیتونو او حقوقو له تېري ډډه وکړي او شته ستونزې دې ژر تر ژر حل کړي. مشعل وایي چې ټول موارد یې د افغانستان له مرکزي حکومت سره شریک کړي دي او دوی یې باید په اړه اقدامات وکړي. پاکستاني حکومت څو ورځې وړاندې له افغان مارکېټ د افغانستان بیرغ ښکته کړ چې د افغان حکومت له غبرګون سره مخ شو او په ځواب کې یې په پېښور کې افغان قونسلګري تړل شوې ده.

Leave a Reply