Fri. Oct 18th, 2019

د لومړي ځل لپاره؛
افغان حکومت د پیسو نړیوال صندوق ځینې معیارونه پوره کړي

1 min read

د لومړي ځل لپاره؛
افغان حکومت د پیسو نړیوال صندوق ځینې معیارونه پوره کړي

افغانستان بریالی شوی چې په تېرو اتلسو کلونو کې د لومړي ځل لپاره د پیسو د نړیوال صندوق معیارونه پوره کړي. د ماليې وزارت وایي د پيسو له نړیوال صندوق سره تر اوږدو ارزونو وروسته دوی بریالي شوي، چې له فساد سره د مبارزې، اصلاحاتو، اسانتیاوو راوستو، سترو اقتصادي پرمختګونو، اقتصادي ودې او دې ته ورته مواردو کې د پیسو د نړیوال بانک معیارونه پوره کړي. د سرچینې په خبره دا کار په تېرو اتلسو کلونو کې د لومړي ځل لپاره شوی دی او په دې توګه په مالي برخه کې د افغانستان باور نور هم لوړ شوی دی. مالیې وزارت وایي له دې سره به په افغانستان کې د اصلاحاتو لړۍ نوره هم چټکه او پراخه شي چې افغانستان به د پیسو د نړیوال صندوق لا ډېرې تشویقې پیسې ترلاسه کړي. مالیې وزارت وایي چې افغانستان ته د ورکول کېدونکو تشویقي پیسو کچه ۴۴.۴ میلیونه ډالرو ته رسېږي.

Leave a Reply