Tue. Oct 22nd, 2019

ډیپلوماټ مجله:
له تور لیسته ویرې پاکستان افغان سولې ته لیواله کړی

1 min read

ډیپلوماټ مجله:
له تور لیسته ویرې پاکستان افغان سولې ته لیواله کړی

ډیپلوماټ مجلې د افغان سولې په اړه خپله یوه مقاله کې لیکلي، اسلام اباد اوس د دې خبرو بیا پیل ته ډېر لیواله دی. د مجلې په باور، د امریکایي پلاوي او طالبانو ترمنځ د سولې په تېر پړاو خبرو کې هم پاکستان غوښتل هوکړه وشي خو ټرمپ دا خبرې لغوه کړې چې پاکستان یې هک پک کړ، خو په هغه ځل ورته دا مسئله ډېره مهمه نه وه، ځکه د سرچینې په خبره په هغه وخت کې د ملګرو ملتونو عمومي غونډه وه او په یاده غونډه کې د کشمیر مسئله د افغان سولې تر اغېز لاندې راتله. د مجلې په خبره، پاکستان اوس ځکه د دې خبرو ژر پیل ته لیواله دی چې په نږدې راتلونکي کې له ترهګرو ډلو سره د مالي مرستو د مخنیوي نړیواله غونډه جوړېږي او پاکستان هڅه کوي په دې توګه ځان واشنګټن ته وفادار وښیي. پاکستان اوس په خړ لیست کې دی او که واشنګټن یې دفاع ونه کړي نو تور لیست ته هم داخلیدلی شي.

Leave a Reply