Sun. Oct 20th, 2019

کابل کې د جرمني سفیر:
حکمتیار د نوماندانو له ليست څخه ايستل کيدای شي

1 min read

کابل کې د جرمني سفیر:
حکمتیار د نوماندانو له ليست څخه ايستل کيدای شي په کابل کې د جرمني سفیر د ولسمشریزو ټاکنو د نوماند ګلبدین حکمتیار پر څرګندونو توند غبرګون ښودلی دی. حکمتیار نن په ټاکنیز کمپاین کې ویلي وو، چې په ټاکنو کې یې یوازینی حریف درغلي ده او خبرداری یې ورکړ، چې دوی دې نورو لارو ته نه هڅول کېږي. هغه ویلي واک ته د رسېدو لپاره د نورو لارو په کارولو کې پوره تجربه لري. خو د جرمني سفیر پيتر پروګېل په یوه ټوېټ پیغام کې ویلي، د دیموکراتیکې پروسې د ګډونکوونکي په توګه د حکمتیار دغه ډول خبرې د منلو وړ نه دي. دده په وینا د تاوتریخوالي جوړولو لپاره د حکمتیار واضح خبرداری ددې سبب کېدای شي چې نوموړی د نوماندانو له لېست و ايستل شي. هغه پر اړوندو ارګانونو غږ کړی چې د حکمتیار یادې څرګندونې په هر اړخیزه توګه وڅېړي او په اړه یې قانوني اقدام وکړي.

Leave a Reply