Sun. Oct 20th, 2019

عمران خان:
د افغانستان ثبات د پاکستان د ثبات په مانا دی

1 min read

عمران خان:
د افغانستان ثبات د پاکستان د ثبات په مانا دی

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په نیویارک کې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره وکتل او دواړو په افغانستان او کشمیر کې د روان وضعیت په اړه خبرې وکړې. عمران خان له ولسمشر ټرمپ سره یو ځای یوې خبري ناستې ته ویلي، په افغانستان کې ثبات په پاکستان کې د ثبات په معنا دی‌ او له ټرمپ یې غوښتنه وکړه چې له افغان طالبانو سره د سولې خبرې بېرته پیل کړي. ولسمشر ټرمپ په خپلو خبرو کې داسې کومه ژمنه ونه کړه چې ګواکې طالبانو سره به د سولې خبرې بېرته پیلوي. لومړي وزیر عمران خان ولسمشر ټرمپ ته ویلي،‌ غواړي له امریکا سره پر افغانستان، هند،‌ کشمیر او ایران خبرې وکړي، ځکه دا درې واړه هېوادونه د پاکستان ګاونډیان دي.‌ عمران خان په دې ناسته کې د کشمیر موضوع هم یاده کړې ده، په ځواب کې یې ټرمپ ویلي،‌ دی چمتو دی چې د هند او پاکستان ترمنخ منځګړتوب وکړي، خو دا کار به هله شونی وي چې دواړه هېوادونه خبرو ته چمتو شي.

Leave a Reply