Fri. Oct 18th, 2019

پاکستان افغان لوري ته؛
که ډیورنډ په رسمیت نه پېژنئ، نو د سولې خبرې ګډوډېږي

1 min read

پاکستان افغان لوري ته؛
که ډیورنډ په رسمیت نه پېژنئ، نو د سولې خبرې ګډوډېږي پاکستان وايي که افغان حکومت د ډیورنډ کرښه په رسمیت نه پېژني نو دا مسئله به د سولې روانې هڅې زیانمنې کړي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت تازه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ډېورنډ د افغانستان او پاکستان ترمنځ رسمي کرښه ده او ټولو نړیوالو منلې ده. په خبرپاڼه کې راځي چې که افغان حکومت ډیورنډ کرښه په رسمیت نه پېژني نو دا مسئله د سولې روانې خبرې زیانمنولی شي. له اعلامیې ښکاري چې پاکستان په افغانستان کې روانه جګړه او د سولې خبرې له دې کرښې سره تړي. څو ورځې وړاندې د ولسمشر ویاند او د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا ټینګار وکړ چې ډیورنډ یوه فرضي کرښه ده او افغان حکومت هېڅ وخت په رسمیت نه ده پېژندلې. په دې وروستیو کې د ډیورنډ فرضي کرښې په اړه یو ځل بیا ناندرۍ پيل شوې دي. سره له دې چې دا یوه فرضي کرښه ده او هېڅ راز حقوقي ارزښت نه لري، خو پاکستان د یوې رسمي کرښې په سترګه ورته ګوري او پر دې کرښه یې غیر قانوني اقدامات پيل کړي دي.

Leave a Reply