Fri. Oct 18th, 2019

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون:
په تېره یوه اوونۍ کې ۲۵۵ ملکیانو ته مرګ ژوبله

1 min read

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون:
په تېره یوه اوونۍ کې ۲۵۵ ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وایي، یوازې په تېره یوه اوونۍ کې د بیلابیلو بریدونو له امله ۲۵۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د یاد کمیسیون د معلوماتو له مخې په تېره اوونۍ کې په بیلابیلو بریدونو کې ۷۸ تنه ملکي وګړي وژل شوي او ۱۷۷ نور ټپیان دي. د یادې ادارې په وینا تېر ته په کتو دا په یوه اوونۍ کې د بریدونو شدت ښیي. د یاد کمیسیون په خبره دا شمېرې لومړنۍ دي او ښایي د نن ورځې له بریدونو سره نورې هم لوړې شي. دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د طالبانو او افغان ځواکونو له لوري په بیلابیلو بریدونو کې ګڼ شمېر ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، چې تازه بېلګه یې په جلال اباد کې د حکومت هوایي برید او په زابل کې د طالبانو له لورې موټر بم برید دی.

Leave a Reply