Sun. Oct 20th, 2019

ارګ د ډیورنډ کرښې په اړه پرېکړه د خلکو کار دی

1 min read

ارګ:
د ډیورنډ کرښې په اړه پرېکړه د خلکو کار دی
د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته په خبرو کې ویلي، د ډیورنډ کرښې په اړه پرېکړه یوازې د افغانستان خلک کولی شي نه حکومت. هغه زیاته کړې، حکومت د ډیورنډ کرښې په اړه د هیڅ ډول تصمیم واک نه لري. نوموړی دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې پرون د یو شمېر سیاسیونو په ګډون، خلکو د تورخم دروازې د ۲۴ ساعته پرانیستې په مراسمو کې د ځینو افغان چارواکو پر ګډون، او پر هغه لوحه نیوکې وکړې چې د پاکستان لخوا لګول شوې وه. پر لوحه تورخم، پوله لیکل شوې وه او غونډې ته د ننګرهار والي او یو شمېر نور چارواکي ورغلي وو.

Leave a Reply