Fri. Oct 18th, 2019

په پروان کې د ولسمشر غني پر ټاکنیز کمپاین چاودنې ۵۵ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

1 min read

په پروان کې د ولسمشر غني پر ټاکنیز کمپاین چاودنې ۵۵ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده. د راپورونو له مخې نن غرمه مهال په پروان کې د ولسمشر غني ټاکنیزه غونډه روانه وه، چې چاودنه رامنځ ته شوه. د پروان ځايي چارواکي چاودنه تاییدوي خو په اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي. بل پلو د پروان د ولایتي روغتون رییس قسیم سنګین ویلي چې د پېښې له ځایه ۲۴مړي او ۳۱ ټپیان ور وړل شوي دي. د پروان ولایت مقام بیا وايي چې پېښه د چسپکي ماین د چاودنې له امله رامنځ ته شوې ده. په دې اړه نور جزیات وروسته وړاندې کېږي..

Leave a Reply