Fri. Oct 18th, 2019

جو بايډن:
افغانستان په دې ډول د جوړيدو نه دی بايد فدرالي شي

1 min read

جو بايډن:
افغانستان په دې ډول د جوړيدو نه دی بايد فدرالي شي افغانستان په اوسنۍ بڼه د جوړېدو نه دی او باید فدرالي شي. د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند او د پخواني ولسمشر بارک اوباما مرستیال جو بایډن تازه د افغانستان په اړه غیر مسوولانه څرګندونې کړې دي. نوموړي ویلي چې افغانستان باید درې ټوټې شي او فدرالي حکومت دې پکې جوړ کړل شي. دده په خبره افغانستان په اوسنۍ بڼه د جوړېدو نه دی. نوموړي دغه راز ویلي چې امریکايي ځواکونه دې له افغانستان و ایستل شي او پر ځای یې دې امریکا په پاکستان کې سترې نظامي اډې جوړې کړي. بایډن وايي د اړتیا پر مهال به امریکايي ځواکونه له پاکستان په افغانستان کې نظامي عملیات ترسره کوي. هغه زیاته کړې، له افغانستان د ځواکونو ایستل او پاکستان کې دوی ته نظامي اډې جوړول د امریکا په ګټه دي. نوموړي تر دې وړاندې هم په عراق کې د درېیو ایالتونو فدرالي حکومت وړاندیز کړی و. ده ویلي وو، چې په دغه هېواد کې دې د سنیانو، شعیه ګانو او کوردانو لپاره بېل بېل ایالتونه جوړ شي او فدرالي حکومت دې رامنځ ته شي. د هغه یاده طرحه په عراق کې له توند غبرګون سره شوه.

Leave a Reply