Mon. Nov 18th, 2019

تخار کې ۴۳ طالبان دولت ته تسلیم شول

1 min read

تخار کې ۴۳ طالبان دولت ته تسلیم شول
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، دغه ۴۳ طالب وسله وال په تخار ولایت کې دولت ته تسلیم شول.
دغه وزارت نن جمعه ویلي، چې دولت ته تسلیم شوو طالبانو خپلې وسلې هم د تخار په ورسج ولسوالۍ کې افغان چارواکو ته وسپارلې.
د کورنیو چارو وزارت پر داسې مهال د یادو طالبانو د تسلمېدو خبر ورکوي، چې تخار په دې وروستیو کې د طالبانو د پراخو بریدونو شاهد و.
طالبانو لا تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.
عکسونه: کورنیو چارو وزارت

به پروسه صلح پیوستند

Leave a Reply