Tue. Sep 17th, 2019

په شمال کې د نفتي توکو سوداګرو له دولت جوړونکي ډلې ملاتړ وکړ

1 min read

د دولت جوړونکې ټاکنیزې ډلې لوی سلاکار محمد یوسف غضنفر وایي، اشرف غني که څه هم له جسم کمزوری دی؛ خو یو ښه سیاستوال دی او د زورواکانو پروړاندې دریږي.د هېواد د شمال په مزار شریف ښار کې د نفتي توکو یو شمېر سوداګرو په یوه غونډه کې له دولت جوړونکي ټاکنیزې ډلې ملاتړ څرګند کړ.د نفتي توکو سوداګر فیروز صدري ویلي؛ د مالیې د منظم سیستم او پانګونې فرصتونو جوړول د دې لامل شوي، چې له دې ټاکنیزې ډلې څخه ملاتړ وکړي.په دې غونډه کې د دولت جوړونکې ډلې لوی سلاکار محمد یوسف غضنفر په ډاګه کړې، چې اشرف غني له جسم کمزوری دی؛ خو د زورواکانو پروړاندې دریږي.په پام کې ده تر راتلونکیو دوه اوونیو د ولسمشریزو ټاکنو نوماندان خپلې ټاکنیزې مبارزې پای ته ورسوي؛ خو د ټاکنو پر ورځ د ناامنیو ستونزه اوس هم پرځای پاتې ده، چې خلکو ته یې اندېښنې رامنځته کړې دي.

Leave a Reply