Mon. Nov 18th, 2019

بالاخره زلمی خلیلزاد سره د ډېری شیطانې پوهه د ولسمشرغنی پر وړاندې ناکام شو ..

1 min read

بالاخره زلمی خلیلزاد سره د ډېری شیطانې پوهه د ولسمشرغنی پر وړاندې ناکام شو ..دا ځل زلمی خلیلزاد د ولسمشرغنی سره تر څلور ځله لیدو کاتو وروسته هم ونه توانید چې خپلي غوښتنی په ولسمشرغنی ومنئ.زلمی خلیلزاد غوښتل د فشار او تهدید له لاری په ولسمشرغنی د ټاکنو ځنډ، د موقتی اداری رامنځته کیدل او ځینې نوري غوښتنی چې افغانستان یې تباهی کندی ته غورځاوه ومنئ، خو د ولسمشرغنی له لوري سخت بی عزتع شوی او نا امیده قطر ته رخصت شوی تر څو پخپلو خبرو له سره کتنه وکړئ.بلخوا د امریکا حکومت په رسمی ډول ولسمشرغنی ته د ورتګ بلنه ورکړې ترڅو له ټرمپ سره وګورئ او له نږدی د مذاکراتو په روانه ګونګه پروسه خبري وکړي.داسې ښکارې چې ولسمشرغنی د امریکا لوړپوړی چارواکې قانع کړي چې خلیلزاد غلط روان ده او پلان لرئ چې افغانستان یو وار بیا پخوانی حالت ته بوځې.که احیانآ د امریکایانو پلان په عموم کې هم همداوه کوم چې خلیلزاد مخکې کړئ، خو ولسمشرغنی ورباندي بریالی او ددوی د شوم پلان مخه یی ونیوله.سوله د ټولو افغانانو غوښتنه ده ولې په نهه میاشتو پټو خبرو کې تر اوسه د اوربند او د جګړی د بندیدو خبره نده یاده شوې، دا څنګه امکان لرئ چې دا خبری دی د هیواد په خیر وئ.دا څنګه ممکنه ده چې قطر کې مېلي او افغانستان کې د وینو سیلابونه.آیا د سولې نیت چې موجود وې داسی وینې بیا بهول څه معنی …؟ پاکستان پلان درلود چې د مذاکراتو په پلمه ولسمشرغنی له صحنې لرې او دا ګوډمات نظام هم دړی وړي کړئ، خو خوشبختانه د ولسمشرغنی له سخت غبرګون سره مخ شول او بالاخره یې ددوی شومه موخه له خاورو سره خاوری کړه.مونږ ټول سولع غواړو خو چې سوله وې نه د سولې په نوم د نوی جګړی او نوې ډرامی پیل افغانان له جګړو سخت ستړی او متضرر دی د جګړو د بندیدو دپاره هره سخته تیروی خو داسې ندی چې بیا یو وار د دوکتور نجیب سره د شوی خیانت تکرار د صلحی په نوم په افغانانو ومنئ.د جګړو زور اخیستل، د ملکیانو وژنه او د خلیلزاد (دویم بنی سیوان ) منډی دا ټول سازمان شوی او پلان شوې کارونه دې.دوی غوښتل ددی کارونو په اساس د خلکو او نظام ترمنځ واټن لا ډیر او ولسمشرغنی ولس ته خاین او کمزوری معرفی کړی ولئ ددوی هلو ځلو ددوی د ارادي خلاف پایله ورکړئ او ولس پوهیږی چې ددوی نهایی هدف څه ده او کومو موخو ته ځان رسول غواړی.مونږ ته غنی مهم نده ،بلګی افغانستان مهم ده ،خو اوس د افغانستان بقا په اوسنیو شرایطو کې د ولسمشرغنی په شتون پورې تړلئ ده، ولسمشرغنی د سپر په څیر د شرق او غرب د استخباراتی لوبو پر وړاندی ولاړ ده او پوهیږی چې څنګه یی مخه ونیسئ.ولسمشرغنی د اوبو د مدیریت دپاره هلې ځلې ګړندی کړی چی دا په هیڅ صورت ایران او پاکستان نغواړئ او پر وړاندی یې تردی نور هم خپل تحرکات ډیروی.سوال داده چې زمونږ اوبه زمونږ د راتلونکې دپاره دومره مهمی دې لکه اکسیجن چې د ژوند دپاره مهم ده، د رسمی څیړنو له مخې په اوسط ډول ایران او پاکستان د کال تر لسو میلیاردو ډالرو ډیر باید د اوبو په مقابل کې افغانستان ته ورکړئ، خو څلور لسیزی کیږئ چې بې له کوم بدله ور روانې دې.ایا ایران او پاکستان به د لسو میلیاردو ډالرو ګټې ساتنی دپاره دوه میلیارده ډالر مصرف نکړئ چې دا ګټه جاری وساتئ.روانه جګړه تر ډیره د اوبو جګړه ده ،ایران او پاکستان له نورو سترو استخباراتی شبکو پروژو پلی کول ددی دپاره کوئ چې خپلې لس میلیارده ګټه وساتئ .بنآ ولسمشرغنی د هیواد دپاره ښه نیت لرئ او ددوښمنانو په ټولو رمزونو پوهه ده د پاکستان موخه هم د مذاکراتو له لاری د ولسمشرغنی ګوښه کول او خپل متعهد راوستل او بیا پخوانی حالت جوړول وه.خو خوشبختانه چې پخپل دی پلان کې ناکام ښکارئ.هیوادوالو د خپل نظام، باعزته سولې او امنیت د راتګ او د هیواد او خلکو د پرمختګ دپاره سره متحد شئ. او په یو اواز د دوښمنانو ټولې شومې موخې وننګوئ.یووالی کولای شئ تاسئ لدی وضیعت وباسئ .د امریکا له لورې د ولسمشرغنی دعوت کول، د زلمی خلیلزاد غیر پلان شوی تګ قطر ته دا ثابتوئ چې دوي وپوهیدل چې د افغان حکومت او په ځانګړی ډول له ولسمشرغنی بغیر نه سوله ممکنه ده او نه هم ددوی تګ ته زمینه مساعدیږئ.بالاخره به افغانستان ته سوله راځئ، قوی او خپلواک نظام به راځئ، امنیت او پرمختګ بع راځئ، جاسوسان به شرمیږی، وطن فروشان به شرمیږی، ټول افغانان به خپل ځان نظام کې ګورئ، خو دا ټول هله ممکن دې چې سره متحد یو په یو واحد نظر د هر دوښمن په وړاندی ودریږو او بالاخره د یو واحد مشر تر رهبری لاندې ټولې پروسي مخکې یوړل شئ .
یووالی مو د خلاصون دپاره لازمی ده

 

Leave a Reply