Sun. Oct 20th, 2019

بلخ کې د اته میلیونه ډالرو په ارزښت دوه فابریکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

1 min read

بلخ کې د اته میلیونه ډالرو په ارزښت دوه فابریکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شو


د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر نصیراحمد درانی بلخ ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې په دې ولایت کې د چرګانو د خوراکي توکو یوه تولیدي فابریکه او د غوړیو د تولید یوه فابریکه ګټې اخیستنې ته وسپارل. دغه فابریکې د مفید ګروپ صنعتي شرکت له خوا د اته میلیونه ډالرو په پانګونې سره جوړ شوي دي.

د چرګانو د خوراکي توکو د تولید فابریکه په ورځ کې د چرګانو ۲۴۰ ټنه خوراکي توکي او د غوړیو د تولید فابریکه په ورځ کې ۲۵۰ ټه د سویابینو، جوارو، زغر او کنجدو غوړي تولیدوی.
په هغه غونډه کې، چې ددغو فابریکو د پرانیستې په موخه جوړه شوې وه د بلخ ولایت د چرګانو روزنې د اتحادیې مشر بصیر سویدا د کرنې وزارت له خوا د خصوصي سکټور د حمایتې طرحې له پلي کېدو څخه مننه وکړه او وویل، چې په بلخ ولایت کې د چرګانو ۶۲۴ فارمونه شتون لري، چې د چرګانو د خوراکي توکو د تولید، د چرګوړو تولید او د غوښینو او هګیو چرګانو د پالنې په برخه کې فعالیت کوی. هغه وویل، چې له بهره د زړو چرګانو پر وارداتو محدودیت ددې لامل شوي، چې یاد صنعت وده کړي.
هغه همداراز وویل، چې د بلخ ولایت د چرګانو روزنې فارمونه او دهېواد د نورو ولایتونو د چرګانو روزنې فارمونه زمونږ دهېواد کورني اړتیاوې پوره کوی. هغه زیاته کړه په دې برخه کې، چې کومې زمینې او اسانتیاوې برابرې شوي او هغه طرحې، چې پلي شوي دي د چرګانو روزنې د سکټور د ودې لامل شوي دي.

په ورته وخت کې د کرنې وزیر بلخ ولایت ته دخپل سفر په ترڅ کې په دې ولایت کې د اوړو له تولیدي فابریکو څخه هم لیدنه وکړه. دغه فابریکې په ۲۴ ساعتونو کې د اووه زره مټریک ټنه اوړو د تولید وړتیالري.
دغه راز ټاکل شوې ده، چې د نن ورځې تر پایه د چرګانو روزنې یو ۲۰ زره قطعه يي فارم هم په بلخ ولایت کې د کرنې وزیر له خوا ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

باید وویل شي، د کرنې وزارت او د خصوصي سکټور اړوند هغه پروژې، چې ددې سفر په لړ کې ګټې اخیستنې ته سپارل کیږي او یایې د جوړولو د بنسټ ډبره اېښودل کیږي ټولیز ارزښت ۸۰۰ میلیونه افغانۍ ده.

Leave a Reply